پر پاکستان د هند له لوري پیل شوي بریدونه دویمې ورځې ته ولاړل

پر پاکستان د هند له لوري پیل شوي بریدونه دویمې ورځې ته ولاړل سیمه
پر پاکستان د هند بې پیلوټه الوتکو بریدونه

د پاکستان پوځ ویلي، د پنجشنبې په ورځ یې پر پنځو ښارونو د هند له لوري د بې پېلوټه الوتکو بریدونه شوي چې یو عام وګړی پکې وژل شوی او څلور پاکستاني پوځیان یې ټپيان کړي دي.

د ورکړل شویو راپورونو له مخې تر دې دمه د هندي پوځيانو بریدونو کې شاوخوا سل کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وخت ناوخت د روانو بریدونو له امله د پاکستان په لویو ښارونو کې بېړنی حالت اعلان شوی او د پاکستان کرکټ تر ټولو لوی لیګ یا پي اېس اېل نننۍ لوبه چې پېنډۍ ښار کې پلان شوې وه، د بې پیلوټه الوتکې برید له امله ځنډېدلې ده.

د هند پوځي برید ته تر اوسه پاکستاني ځواکونو کوم ښکاره غبرګون نه دی ښودلی او چارواکي یې یوازې د متقابل برید ګواښ کوي.

د هند او پاکستان تر منځ د روان تاوتریخوالي زیاتېدو سره سم د دواړو هېوادونو لومړۍ درجه چارواکو په لوړه کچه امنیتي غونډې رابللې دي.

تړلي موضوعات