کورنیو چارو وزارت ولس ته د هوساینې په برابرولو ټېنګار وکړ
د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت لومړي مرستیال او کفیل مولوي محمد نبي عمري د یو شمیر والیانو سره لېدنه کې هغوی ته سپارښتنه کړې چې د ولس سوکالۍ او ارامتیا لپاره دې خپلې هیڅ راز هلې ځلې نه سپموي.
د اسلامي امارت چارواکي، چې د ولس سوکالۍ او ارام ژوند له خپلو اساسي موخو ګڼي وخت ناوخت په همدې موخه ناستې او سپارښتنې کوي.
دغه لیدنه کې والیانو د خپلو فعالیتونو راپور هم شریک کړی، چې د یاد وزارت رهبرۍ لخوا یې هرکلی شوی.