نړېوالو بازارونو ته د افغانستان تولیداتو د صادرولو هڅې کوو

نړېوالو بازارونو ته د افغانستان تولیداتو د صادرولو هڅې کوو افغانستان
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د یوناما مرستیال سره کتنه کې

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما مرستیال ایندریکا راتوت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره کتنه کې په بېلابیلو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.

 اقتصادي معاونیت خبر ورکړی دې کتنه کې د یوناما مرستیال ویلي، نړیوالو سوداګریزو مارکېټونو ته د افغانستان کرنیزو محصولاتو، صنعتي تولیداتو او لاسي صنایعو د رسېدو برخه کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو هڅې کوي.

 اندریکا راتوت زیاته کړې، اسلامي امارت سره په همغږۍ به افغانستان کې خپلو پراختیایي او بشري مرستو، خصوصي سکټور ملاتړ او افغان بزګرانو ته د کوکنارو بدیل کښت برابرولو سربېره یو شمېر نورو برخو کې مرستو ته دوام ورکړي.

 ها خوا اقتصادي مرستیال دې کتنه کې افغانستان کې بشري مرستو په وېش کې د روڼتیا او پراختیایي برخې ته د مرستو د ځانګړې کولو غوښتنه کړې، څو افغانانو ته کاري زمینه برابره شي.

تړلي موضوعات