هرات کې د برېښنا څلورو پروژو عملي چارې پیل شوې
د افغانستان برېښنا شرکت ویاند، حکمت الله میوندي په اېکس پاڼه ویلي، چې نن سه شنبه د هرات په څلورو ولسوالیو کې د برېښنا کوټونو جوړولو عملي چارې پیل شوې.
میوندي زیاته کړې، دغه پروژې چې ټولیز لګښت یې ۸،۱ میلیونه ډالره کیږي د شپږو میاشتو په اوږدو کې به یې چارې بشپړې شي.
دغه پروژې د هرات ولایت په چشت شریف، اوبې، پښتون زرغون او کُرخ ولسوالیو کې جوړیږي.
نوموړي په همدې تړاو زیاته کړې، د دغو پروژو له بشپړېدو سره به ۴۰ زره نویو پېردونکو ته برېښنا برابره شي.