راتلونکی کال به کابل کې د سرطاني ناروغیو ۲۰۰ بستریز روغتون فعالیت پیل کړي

راتلونکی کال به کابل کې د سرطاني ناروغیو ۲۰۰ بستریز روغتون فعالیت پیل کړي روغتیا
د افغانستان عامې روغتیا وزارت

عامې روغتیا وزارت سرطان سره د مبارزې نړېوالې ورځې په مناسبت ویلي، دا ۲۰۰ بستریز روغتون به ځانګړی وي.

 د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان ویلي، د کابل سربېره به د هېواد پنځو زونونو کې سرطاني ناروغانو ته د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرکزونه جوړ شي.

 ښاغلي شرافت زمان ویلي، د نورو هېوادونو په څېر افغانستان کې هم د سرطان ناروغۍ مخ په زیاتېدو ده، چې روان کال هېواد کې شاو خوا ۶ زره نویو ناروغانو د درملنې لپاره بېلابېلو روغتونو ته مراجعه کړې.

 نوموړی له دخانیات او نورو سرطان زېږونکو موادو استفاده د سرطاني ناروغیو د زیاتېدو لامل بولي.

 د یادونې ده، چې د فبروري څلورمه هر کال نړې کې له سرطاني ناروغیو سره د مبارزې نړېوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

تړلي موضوعات