بهر ته د هرات پستو صادرات ۲۰ سلنه زیات شوي

بهر ته د هرات پستو صادرات ۲۰ سلنه زیات شوي سوداګرۍ او اقتصاد
د هرات ولایت پستو حاصلات

د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلینو ویلي، بهرنیو هېوادونو ته د هرات ولایت د پستې صادرات ۲۰ سلنه زیات شوي دي.

 د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس محمدیوسف امین رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د روان کال لومړیو نهو میاشتو کې د ۲۴ میلیونه ۶۷۶ زره ډالرو په ارزښت بهرنیو هېوادونو ته پسته صادره شوې.

 نوموړي زیاته کړې تېر کال یې هم د ۲۰ میلیونه ۳۸۲ زره ډالرو په ارزښت بهر ته پسته صادره کړې.

 د یادونې ده، چې د هرات ولایت کشک رباط سنګي، کشک کهنه، کهستان، ادرسکن او شین ډنډ ولسوالۍ د پستو پراح اوبیز او للمي ځنګلونه لري.

تړلي موضوعات