د ازبکستان او افغان خصوصي سکټور ترمنځ سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي
کابل ته د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله عارفوف په مشرۍ د ازبکستان دولتي خصوصي سکټور راغلي پلاوي د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي سره کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترسره شویو هوکړو د لا زیاتې همغږۍ رامنځته کېدو او د سوداګرۍ کچې پر پراختیا خبرې کړې دي.
دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترجیحي سوداګرۍ هوکړه لیک تیارېدو، سمنګان کې د سمنټو فابریکې جوړولو او دواړو هېوادونو کې د سوداګرۍ خونو په جوړولو هم خبرې شوې دي.
د ازبکستان دغې پلاوي د افغانستان ډبرو سکرو د وارداتو لپاره چمتووالی ښودلی.
بلخوا د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ په کال کې د محصولاتو او تولیداتو لپاره ترمذ نړېوال سوداګریز مرکز کې پنځه نندارتونونه جوړېدو غوښتنه کړې.
د یادونې ده، چې د افغان خصوصي سکټور او ازبکستاني پلاوي ترمنځ د ۴.۵ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه هم لاسلیک شوي.