تازه موندنې: غزه کې تر ۶ زرو اسرائیلي پوځیان وژل شوي او ۱۵ زره نور ټپیان دي

تازه موندنې: غزه کې تر ۶ زرو اسرائیلي پوځیان وژل شوي او ۱۵ زره نور ټپیان دي نړۍ

د اسرائیلو ۱۲ چېنل په یوه را پور کې د صهیونيستي رژیم د نوي لوی درستیز ایال زامیر له قوله لیکلي چې د غزې په جګړه کې ۵ زره او ۹۴۲ اسرائیلي پوځيان وژل شوي او تر ۱۵ زرو زیات ټپیان شوي دي.

یاد چېنل زیاتوي چې د لبنان او د فلسطین په غربي تراړې کې د وژل شویو اسرائیلي پوځیانو شمېر هم له هغو ډېر لوړ دی چې پوځ اعلان کړی.

دا رسنۍ زیاتوي چې په غزې، لبنان او الضفة الغربیة(فلسطین غربي تراړه) کې د ټولو وژل شویو اسرائیلي پوځیانو شمېر آن تر ۱۳ زرو عسکرو رسېږي.

دا پوځيان د طوفان الأقصی عملیاتو په لړ کې او له هغې را وروسته په غزې، فلسطین غربي تراړې او لبنان کې وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل دی چې اسرائیلي اشغالګرو ته دومره ستر تلفات اوړي.

تړلي موضوعات