د شاه و عروس برېښنا بند ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

د شاه و عروس برېښنا بند ګټې اخېستنې ته وسپارل شو بیارغونه او پراختیا
د کابل شاه و عروس پرېښنا بند

کابل کې د شاه و عروس برېښنا بند د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

 

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د دغې بند پرانېستې پرمهال ویلي، اسلامي امارت د اوبو ارزښت او اړتیا په درک کولو سره د دغه مهم اقتصادي عنصر مدیریت ته جدي پاملرنه کړې.

 

ملاعبدالغني برادر اخوند ویلي، پر افغانستان د تحمیل شوو جګړو او یوشمېر کورنیو او بهرنیوعواملو له امله په هېواد کې د دغه مهم اقتصادي عنصر د مدیریت لپاره اساسي پانګونه نه ده شوې او له همدې کبله د موسمي بارانونو او اقلیمي بدلونونو له وجې د زیاتو سېلابونو راوتلو پر مهال یوشمېر هېوادوالو ته د سر او مال زیان رسېږي.

 

ښاغلي برادر همداراز زیاته کړې، نن ورځ نړېوال سیاست او اړیکو کې پر اوبو د یو مهم اقتصادي عنصر په توګه بحث کېږي او یوشمېر هېوادونو کې یې ارزښت تر نفتو او قیمتي کاني زېرمو هم لوړ دی.

 

د شاه و عروس بند جوړېدو چارې د ۵۲ میلیونه ډالرو په لګښت جوړ شوی، چې د کابل ښار ۲۰ زره اوسېدونکو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو سربېره د ۱.۲ میګاواټه برېښنا هم تولیدوي.

 

دغه بند د ۹.۴ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو سره د ۳۵۰۰ هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا هم لري.

تړلي موضوعات