ملا برادر اخوند د کندهار شوراندام سیمنټو فابریکې له کاري بهیر لیدنه کړې
اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې پرون سه شنبه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د کندهار شوراندام سیمنټو فابریکې له کاري بهیر څخه لیدنه کړې او اړونده مسؤلینو ته یې د کار غوره کیفیت او په ټاکلي وخت یې د بشپړېدو په هکله لازمې لارښوونې کړې.
یاد معاونیت وایي، په دغه فابریکې شاوخوا ۸ میلیارده افغانۍ لګښت راځي چې چارې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري خصوصي شرکت ته سپارل شوې دي.
دغه فابریکه به له جوړېدو سره په لومړۍ مرحله کې د سیمنټو تولیدي ظرفیت په ورځني ډول د ۱۵۰۰ ټنه او په راتلونکې کې به یې د تولید کچه ۵۰۰۰ ټنه ته ورسیږي.
معاونیت زیاتوي، د چارو له بشپړېدو سره به شاوخوا ۵ زره کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت څه موده وړاندې د یتیم تاق او د لوګر سیمنټو فابریکو د جوړولو قراردادونه هم له افغان او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک کړل.