تر راتلونکو دوو میاشتو به د برېښنا ۱۳ سترې پروژې پرانېستل شي
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالباري عمر ویلي، د برېښنا د داخلي تولید د زیاتېدو لویو پروژو پر دوام به تر راتلونکې یوې او یا دوو میاشتو کې د برېښنا ۱۳ سترې پروژې پرانېستل شي.
عبدالباري عمر دغه خبر په خپل اېکس په لیکلي پیغام کې ورکړی دی.
خو د دې پروژو په اړه نور جزیات نه دې ورکړل چې د هېواد په کوم ځای کې موقعیت لري او څومره برېښنا به تولیدوي.
د یادونې ده، تر دې وړاندې د برېښنا شرکت خبر ورکړی و، چې تر راتلونکو دوو کلونو به د کابل په ګډون د یو شمېر ولایتونو برېښنا ستونزه په بشپړ ډول اواره کړي او پر همدې موخه یې په کور دننه د برېښنا د تولید سرچینو ته ځانګړې پاملرنه کړې.