د سویډن په یوه ښوونځي کې وسلوال برید؛ ۱۱ تنه وژل شوي

د سویډن په یوه ښوونځي کې وسلوال برید؛ ۱۱ تنه وژل شوي نړۍ
سویډن کې په یوه ښوونځي وسله وال برید

د سويډن پوليسو خبر ورکړی، چې یوولس تنه تېره ورځ د لويانو په يوه ښوونځي کې په ډزو کې وژل شوي دي. له راپورونو سره سم دا لومړنۍ شمېرې دي او تر اوسه د وژل شويو او ټپيانو وروستۍ شمېرې څرګندې نه دي.

 د ځايي پوليسو مشر رابرټو اډ فورسټ څرګنده کړې، چې د جرم په ځای کې رامنځته شوی ورانی دومره پراخ و، چې پلټونکي و نه توانېدل په دې اړه نور معلومات راټول کړي.

 پېښه د پلازمېنې سټاکهولم لويديځ لور ته په ۲۰۰ کيلومترۍ کې د اوبرو ښار په کيمپس ريسبرګسکا ښوونځي کې رامنځته شوې، چېرې چې له ۲۰ کلونو پورته زده‌کړيالانو، کډوالو او د رواني معلوليت لرونکو لپاره درسي ټولګي جوړ دي.

 د سویډن پولیس زیاتوي، تر اوسه معلومه نه ده، چې بریدګر هم د وژل شويو په منځ کې دی او که نه، داسې ګومان کېږي چې هغه روغتونونو ته په لېږدول شويو ټپيانو کې دی.

 يوې ځايي ښوونکې لينا وارينمارک رسنيو ته ويلي، چې نن د معمول خلاف په ښوونځي کې د زده‌کړيالانو شمېر کم و او ما لږ تر لږه د لسو ډزو غږ واورېد.

 د يادونې وړ ده چې سويډن کې په ښوونځيو کې وسله وال بريدونه ډېر نه دي، خو په وروستيو کلونو کې په چړو، تبرونو او ډزو د مرګ ژوبلې پېښې په کې رامنځته شوې دي. چارواکي وايي چې دا پېښې کرار کرار مخ په ډېرېدو دي او هڅې کېږي چې په ټولو شونو لارو يې مخنيوی وشي.

تړلي موضوعات