د رسنیز رسالت د معیاري کېدو تازه هڅه؛ د یوې بلې رسنۍ نشرات هم وځنډېدل
د افغانستان اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د بیګم په نوم یې د هغې راډیو نشرات ځنډولي چې په پرلپسې ډول یې سرغړونې کولې.
اطلاعاتو کلتور وزارت وايي، بیګم په نوم راډیو د دوی د جواز نه په سوء استفادې نشرات کول چې بلاخره تېره ورځ یې د پرلپسې سرغړونو له امله نشرات وځنډېدل.
سرچېنې لیکلي، یادې راډیو نه یواځې دا چې د وزارت له نشراتي پالېسۍ یې سرغړونه کوله، په بهر کې مېشت کوم ټلویزیون ته یې هم خپرونې او نشراتي مواد برابرول.
اطلاعاتو او کلتور وزارت زیاتوي، چې د اسنادو تر دقیقې څېړنې وروسته به یې په اړه تصمیم ونیول شي.