د اوبو مدیریت؛ کندهار کې ۱۱ کوچني بندونه جوړ شول
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې د کندهار ولایت ۹ ولسوالیو کې د اوبو مدیریت او ځمکې لاندې اوبو ذخیرو پیاوړتیا په موخه ۱۱ واړه بندونه جوړ شوي.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو بندونو ۲۶ میلیونه ۷۳۱ زره افغانۍ لګښت راغلی دی.
دغه چک ډېمونه په تېرو لسو میاشتو کې جوړ شوي دي.
د یادونې ده، چې اسلامي امارت د هېواد د اوبو مدیریت خپل لومړیتوب بللی او دا مهال هېواد په ګڼو ولایتونو کې په سلګونو هغو وړو بندونو چارې بشپړې شوې او یا هم دوام لري، چې حکومت د مشرتابه د حکم له مخې په هره ولسوالۍ کې پلان شوي وو.
همداراز تر چک ډېمونو ور اخوا د اسلامي امارت له لوري د ګڼو لویو بندونو چارې هم پیل شوې، چې د اوبو مدیریت او کرنیزو ځمکو په خړوبولو کې رغنده رول لري.