حماس ټرمپ ته: ناشونې ده چې غزه کې ستا څرګندونې پلي شي

حماس ټرمپ ته: ناشونې ده چې غزه کې ستا څرګندونې پلي شي   نړۍ
غزه کې د اشغالګر اسرائیلو پاتي شوني

د امريکا ولسمشر په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې ژر به غزه ونيسي، هلته به اوږدمهاله ولکه ولري او فلسطينيان بايد له غزې وويستل شي.

 له راپورونو سره سم امريکايي ولسمشر زياته کړې، چې د اسرائيلو له لومړي وزير بنيامين نتنياهو سره په ناسته کې په دې ټينګار شوی، چې غزې تړانګه کې د حماس ولکې ته د پای ټکی کېښودل شي او واشنګټن به د دې تړانګې مديريت او بيا رغونه په غاړه واخلي.

 ټرمپ چې په غير مسوولانه خبرو مشهور دی ويلي، چې غزه کې د فلسطينيانو د پاتې کېدو يوازېنی دليل دا دی چې، هغوی بديل نه لري. د هغه په وينا «غزه په بشپړ ډول ويجاړه ده او خلک يې ښايي نورو ځايونو ته ولېږدول شي، چې په خوندي ډول ژوند وکړي» ټرمپ غواړي له مصر او اردن سره په دې اړه خبرې اترې وکړي.

 خو شنونکي دا د اسرائيلو د هغه پلان برخه بولي، په کوم کې يې چې د وروستۍ جګړې له پيله لا وړاندې د غزې د اوسېدونکو د کډوالۍ هڅې پيل کړې وې، خو حماس يې دا پلان پلي کېدو ته پرېنښود او ګاونډيو عربي هېوادونو هم تر دې دمه ورسره و نه منله.

 د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) مجاهدينو د ټرمپ دې څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي، چې «زموږ ملت د کډوالۍ او له ريښو يې د راويستو ټولې هڅې ناکامې کړې دي او په خپله زمکه ولاړ پاتې دي». حماس په کلکه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې رد کړې دي.

 د دې غورځنګ وياند حازم قاسم په خپلو خبرو کې د ټرمپ څرګندونې له اخلاقي او بشري معيارونو کنګال بللي او څرګنده کړې يې ده، چې: «د دې په ځای چې له صهيوني اشغال سره د نسل وژنې او شړنې په سر حساب وشي؛ جايزې ورکول کېږي؟ له جګړې د اشغالګرو اصلي موخه همدا ده، چې فلسطينيان له غزې وباسي».

 ښاغلي قاسم ټينګار کړی، چې «مقاومت به تر هغو روان وي، چې فلسطينی ملت خپله ازادي او خپلواکي ترلاسه کړي.. د غزې بيارغونه د غزې د خلکو په شتون کې هم کېږي، هغسې نه چې صهيوني اشغالګر يې غواړي».

 د حماس نورو مشرانو لکه عزت الرشق او سامي ابو زهري هم ويلي چې ناشونې ده چې د ټرمپ دغه څرګندونې دلته پلې شي، هغوی ټرمپ سيمه کې د لا تاو تريخوالي د رامنځته کولو لامل بللی دی.

 د يادونې وړ ده، چې حماس او فلسطيني ولس په دغه جګړه کې چې اوس مهال په کې د دواړو لوريو ترمنځ اوربند دی؛ د اسرائيلو له بې درېغه بمباريو سره سره له خپل دريځه يوه ذره تنازل هم و نه کړ او د اوربند پر مهال يې نږدې خپل ټول شرطونه په امريکا او اسرائيلو ومنل. اسرائيلي رسنۍ وايي، چې دغه غورځنګ لا هم کمزوری شوی نه دی او اسرائيلو خپل هغه هدف لږ هم نه دی ترلاسه کړی، چې لپاره يې دغه جګړه پيل کړې وه. امريکا په دې جګړه کې د اسراييلو بې قيد او شرطه ملاتړ ته دوام ورکړ، چې په نتيجه کې يې له ۶۰ زرو ډېر فلسطينيان شهیدان شول او له ۱۰۰ زرو ډېر نور ټپيان شول.

تړلي موضوعات