افغانستان سره دې بشري مرستو ته سیاسي رنګ نه ورکول کېږي

افغانستان سره دې بشري مرستو ته سیاسي رنګ نه ورکول کېږي افغانستان
د کډوالو چارو وزیر کابل کې د جاپان سفیر سره کتلي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا سره کتلي دي.

 د کډوالو وزارت خبر ورکړی دې کتنه کې د کډوالو وزیر ویلي، هېواد ته بېرته راستنېدونکي کډوال او بې ځایه شوي بشري مرستو ته اړتیا لري او مرستندویه ادارې باید بېړنۍ مرستې وکړي.

 مولوي عبدالکبیر ټینګار کړی، چې هېوادونه باید بشري مرستو ته سیاسي رنګ ورنه کړي او له کوم توپیر پرته دې د اړمنو لاسنیوی وکړي.

 نوموړي همداراز ویلي، خپلو اصلي مېنو ته د راستنېدونکو کډوالو او بې ځایه شویو کورنیو ستنېدو او هغوی لپاره د لازم چاپېریال برابرېدو ته باید کار وشي.

 د جاپان سفیر هم ویلي، هېواد یې غواړي افغانستان ثبات ته ورسېږي.

 د یادونې ده، چې جاپان له راستنېدونکو افغان کډوالو سره ۱.۵ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړې، چې د کډوالو په موقتي استوګنځي، روغتیا، زده کړو او لومړنیو اړتیاوو ولګول شي.

تړلي موضوعات