د فراه کج صمد ستر بند تحقیقاتو چارې پیل شوې

د فراه کج صمد ستر بند تحقیقاتو چارې پیل شوې بیارغونه او پراختیا
د فراه ولایت کج صمد ستر بند

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی، چې فراه ولایت کې د شاوخوا ۲ میلیارده افغانیو په لګښت د کچ صمد ستر بند تحقیقاتي چارې يې پیل کړې.

 

د فراه کج صمد بند د ۵۶متره په لوړوالي د ۱۴۰ میلیون متره مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري.

 

دغه بند چې د فراه او نیمروز ولایتونو په لویه وچه کې موقعیت لري د دې وچې د بې اوبو سیمو لپاره حیاتي ارزښت لري.

 

د دې بند په بشپړېدو سره به ۱۴ زره هکټاره ځمکه هم خړوبه شي.

 

د دغې بند د تحقیقاتې چارې داسې مهال پیلیږې، چې دا مهال فراه کې د بخش اباد بند د جوړولو چارې هم په چټکۍ سره دوام لري.

تړلي موضوعات