د افغانستان نا خالصو کورنیو تولیداتو ۲.۷سلنه وده کړې
د نړېوال بانک تازه راپور ښیي، چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان نا خالصو کورنیو تولیداتو ۲.۷ سلنه وده کړې او دغه وده د تېر اقتصادي زیان یوازې لس سلنه جبرانوي.
په دغه راپور کې راغلي، چې افغانستان په روان کال کې د منځنۍ کچې اقتصادي وده کړې خو مالي محدودیتونو او سوداګریزه برخه کې عدم تعادل بیا د اقتصادي ستونزو په بنسټیز حل کې ډېره مرسته نه ده کړې.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري له رسنیو سره په هېواد کې د ناخالصو کورنیو تولیداتو د ودې په تړاو ویلي، دغه وده هیله بښونکې ده او په افغانستان کې د ملي او نړېوالو پروژو عملي پلي کېدل یې د دغې ودې لامل بللی دی.
د یادونې وړ ده، چې اسلامي امارت له بریا سره د سیمې په ګډون له نړېوالو هېوادونو سره راکړه ورکړه زیاته شوې، خو د یو شمېر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له لوري وضع شوي محدودیتونه بیا هغه څه دي چې اقتصادي پرمختګ یې ټکنی کړی دی.