ترکیې سره د سوداګریزې، ارتباطي او تخنیکي کمېټې په جوړولو هوکړه شوې
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ترکیه کې د استانبول ۲۰۲۴ حلال نړېوال نندارتون تر پرانېستي وروسته د دې هېواد د سوداګرۍ وزیر عمر بولات سره کتلي.
نور الدین عزیزي دې کتنه کې د استانبول حلال نندارتون ته د افغان پلاوي له وربلل کېدو مننې ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګریزه برخه کې د لا زیاتې همکارۍ هيله ښودلې.
دې کتنه کې دواړو لوریو د سوداګرۍ پراخوالي په موخه د کابل او انقرې ترمنځ د سوداګریزو پلاوو سفرونه اړین بللي دي.
همداراز دواړو وزیرانو د دوه اړخیزو کتنو او نندارتونو جوړېدو سره بېره د ستونزو هواري او حل لارو پیداکو لپاره د تخنیکي او ارتیاطي کمېټې پر جوړولو هوکړه کړې.