اسلامي امارت د ګاونډیو پر وړاندې خپل مسئولیتونه ادا کړي دي
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د ایران له لوري افغانستان سره پر پوله د دېوال جوړولو ته په غبرګون کې ویلي، د افغانستان حکومت د خپلو ګاونډیانو پر وړاندې خپل مکلفیتونه ادا کړي دي.
ذبیح الله مجاهد ویلي، د افغانستان له خاورې ګاونډیو ته هیڅ ډول ګواښ نشته او دې برخه کې د ایران اندېښنې ځواب شوې دي.
د اسلامي امارت ویاند ویلي، د ایران پر وړاندې د افغانستان له خاورې هیڅ ډول ګواښ نشته او د دواړو هېوادونو سرحدي ځواکونه له یو بل سره بشپړه همغږي لري.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې ایراني چارواکو ویلي و، چې افغانستان سره سرحد کې د دېوال جوړولو چارې یې ۳۵ کیلومټره بشپړې کړې دي.