کندهار کې د ۳۰ بابه ښوونځیو بیارغونه کیږي

کندهار کې د ۳۰ بابه ښوونځیو بیارغونه کیږي بیارغونه او پراختیا
انځور ارشیف

د کندهار اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، دا ښوونځي کندهار ښار او ولسوالیو کې دي چې بیا رغونې ته یې ۳ سوه ۵۰ زره امریکايي ډالر ځانګړي شوي دي.

 

ډنډ، پنجوايي، ارغنداب، تخت پل او شاولیکوټ همغه ولسوالۍ دي چې راتلونکو ۸ میاشتو کې به یې ښوونځي بیا ورغول شي.


ددغو ښوونځیو مالي لګښت د ماشومانو ژغورنې نړېواله مؤسسه ورکوي.

 

د کندهار اطلاعاتو کلتور ریاست وايي، د دغو ښوونځيو په بیا رغونې سره به ۴۴ زره ماشومانو ته د زده کړې مناسب چاپیریال برابر شي.

 

یاده دې وي، چې له لسیزو راپدېخوا په هېواد کې ګڼ شمېر ښوونځي د تېرو حکومتونو د نه پاملرنې له کبله تخریب شوي چې د بیارغولو لړۍ یې د اسلامي امارت په راتګ سره چټکه شوې او دا مهال د شاوخوا ۲۰۰۰ ښوونځیو د بیا ترمیم چارې بشپړې شوې دي.

تړلي موضوعات