بلخ کې د مکروني تولیدي فابریکې په کار پیل وکړ
د بلخ ولایت رسنیز دفتر وایي، په دغه فابرېکې ۲ میلیونه او ۵۰۰ زره امریکايي ډالر لګښت شوی دی.
ددغې فابرېکې په فعالیت ۶۰ کسانو ته د کار زمېنه هم برابره شوې ده.
د یادې فابریکې مسؤل محمد قاسم یوسفزي ویلي، یاده فابریکه په ورځني ډول ۳۰ ټنه د مکروني د تولید ظرفیت لري چې په راتلونکې وختونو کې به یې صادرات نورو هېوادونو ته هم پیل شي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره هېواد کې لسګونه بېلا بېلو تولیدي فابریکو فعالیت پيل کړی چې ځېنو برخو کې یې هېواد پر ځان بسیا کړی دی.