افغانستان سره د اړیکو پالل د نړۍ په ګټه دي
اسلامي امارت د روسیې له لوري د ممنوعه سازمانونو له نوملړ څخه د اسلامي امارت نوم ایستلو په اړه د دې هېواد وروستی ګام ستایلی او له افغانستان سره اړیکې یې د هېوادونو په ګټه بللې دي.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي غږیز کليپ کې ویلي، افغانستان سره پیاوړې ډیپلوماټيکې او اقتصادي اړیکې د افغانستان او د نړۍ د هغو هېوادونو په ګټه کې دي چې اسلامي امارت سره د اړیکو د جوړولو په لټه کې دي.
نوموړي په نړېوالو غږ کړی، چې اسلامي امارت سره د اړیکو عادي کولو برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.
د یادونې ده، چې د روسیې پارلمان تېره ورځ یوه لایحه تصویب کړه، چې له مخې یې د دې هېواد حکومت ته اجازه ورکوي د اسلامي امارت نوم د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه وباسي.