امریکا د ممنوعه ډلو له نوملړ د تحریرالشام د نوم اېستلو په لټه کې ده

امریکا د ممنوعه ډلو له نوملړ د تحریرالشام د نوم اېستلو په لټه کې ده نړۍ
سپينه ماڼۍ

امریکایي رسنیو د بایډن ادارې له لوري خبر ورکړی دی، چې دغه هېواد د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه د سوریې اوسني تحریرالشام غورځنګ نوم د لرې کولو په لټه کې ده.

 

امریکایي ان بي سي نیوز د نوم نه ښودلو په شرط د دوه لوړ پوړو چارواکو له قوله ویلي، په سوریه کې د بشارالأسد نظام له پرځېدو وروسته د بایډن اداره د ممنوعه ډلو له لېست څخه د وېستلو دغه اقدام ته بېړه لري.

 

نړیوالو رسنیو په سوریه کې د اوسني حکومت سیاسي پرمختګ په تړاو له نوي حکومت سره د پرمختګ ډاډ ورکړی او په دې برخه کې د نوي بدلون غوښتونکي دي.

 

تسنیم اژانس په همدې تړاو د بریټانیایي او امریکا چارواکو له قوله ویلي، چې د تحریرالشام غورځنګ پر ضد خپل بندیزونه لرې کوي.

 

ورته مهال د فرانسې بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان د دوشنبې په ورځ ویلي، چې فرانسه به د اسد رژیم له نسکورېدو وروسته د سوریې اوسني حکومت او سیاسي انتقال ملاتړ په موخه سوریې ته خپل استازی واستوي.

 

دا په داسې حال کې ده، چې تحریرالشام غورځنګ په سوریه کې د تېرې یکشنبې په ورځ د بشرالأسد نظام نسکور کړ او واک یې بېرته د سوریې خلکو ته وسپارلو.

تړلي موضوعات