سوریه کې د واک امن انتقال لپاره موقت حکومت جوړ شوی

سوریه کې د واک امن انتقال لپاره موقت حکومت جوړ شوی نړۍ
د سوریې موقت حکومت لومړی وزیر محمدبشیر

سوریه کې بشارالاسد حکومت تر نسکورېدو او تحریرالشام تر بریا وروسته دې غورځنګ ته د واک امن انتقال په موخه څلور میاشتنی موقت حکومت جوړ شوی دی.

 

عربي رسنیو خبر ورکړی، چې دغه موقت حکومت د محمدبشیر په مشرۍ جوړ شوی، چې نوموړی به موقت لومړي وزیر په توګه تر راتلونکو څلور میاشتو په سوله ییزه بڼه د واک انتقال لپاره کار کوي.

 

ویل کېږي د امنیت ساتنه، د خدماتو وړاندې کول او په سوله ییز توګه د واک انتقال د موقت حکومت له لومړیتوبونو څخه دي.

 

په سوریه کې د بشر الاسد د حکومت له پرځېدو وروسته د لنډمهالي حکومت د مشر محمد البشیر په مشرۍ او د تحریرالشام د مشر ابو محمد الجولاني او د پخواني حکومت د یو شمېر وزیرانو په ګډون ناسته شوې او د واک د لېږد او د روانو چارو د مدیریت په اړه خبرې شوې دي.

تړلي موضوعات