د خلیل الرحمن حقاني شهادت؛ ا.ا.ا: دا ډول بزدلانه بریدونه زموږ ارادې نه شي کمزورې کولی!
د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني په شهادت ژوره خواشیني څرګنده کړې او ستره ضایعه یې ګڼلې ده.
اسلامي امارت ویلي، چې الحاج خليل الرحمن حقاني د الله تعالی د لارې یو ستړی مجاهد و، چې ټول عمر یې د الله تعالى له دين څخه د دفاع په لار کې په جهاد، مهاجرت او ستړياوو کې تېر کړی و.
اسلامي امارت د تعزیت پیغام کې زیاته کړې، چې نوموړی د یوې لوې جهادي کورنی غړی و، چې د اسلام د دښمنانو لخوا يې په سر ۵ میلیونه ډالره جايزه ټاكل شوې وه.
اسلامي امارت همداراز ویلي، چې دا ډول بزدلانه بریدونه به د مسلمانانو ارادې کمزورې نه کړي او نه به د دې مستحکم اسلامي نظام پر وړاندې دسیسه جوړونکي کوم هدف ترلاسه کړي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني نن ماسپښین له لمانځه ادا کولو وروسته وزارت کې په یوه برید کې په شهادت ورسېده.