افغانستان ته د چین سوداګریزو توکو لومړنۍ محموله را ورسېده
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، د اسلامي امارت مسئولینو د پرلپسې هڅو په پایله کې د رېل ګاډي له لارې د ۵۵ کانټینره سوداګریزو توکو محموله د مزار شریف له لارې افغانستان ته را ورسېده.
یاد وزارت ویلي، دغه اورګاډي شل ورځې وړاندې له چين هېواد څخه حرکت کړی و او ټاکل شوې ده چې بېرته له ستنېدو سره به هم یو شمېر صادراتي توکي قزاقستان، ازبکستان او چین هېوادونو ته ولېږدوي.
د یادونې وړ ده، چې په دې جوپه کې د افغان سوداګرو برېښنايي وسايل، جامې، رختونه او یو شمېر نور وسايل شامل دي.