بلخ کې د صادراتو واحد مرکز پرانېستل شو
دغه مرکز بلخ ولایت ته د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د سفر په ترڅ پرانېستل شوی.
یاد مرکز د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې په انګړ کې جوړ شوی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې دې مرکز کې به د هېواد د صادراتو د اسنادو طی مراحل ترڅنګ مزار شریف ښار کې صادرونکو ته لا اسانتیاوې برابرې شي.
د صادراتو دغه مرکز داسې مهال پرانېستل کېږي، چې د تېرو کلونو په پرتله بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان صادرات د پام وړ زیات شوي دي.