هغه خواړه چې د وينې غوړ کموي

هغه خواړه چې د وينې غوړ کموي روغتیا
انځور ډیزاین حریت راډیو

د خوړو روسۍ متخصصې ډاکټرې تاتیانا ژوراولیوا هغه خواړه په ګوته کړي دي، چې که غذايي نظام ته ورزيات شي؛ وينه کې د غوړو کچه راټيټوي.

د «Novosti» خبري اژانس له راپور سره سم نوموړې ويلي دي، چې ډېری وختونه د نننۍ نړۍ انسان سپينو او سرو خوړو ته لېوالتيا ښيي، لکه بوره، له سپينو وړو جوړ شوي شيان، اصلاح شوي محصولات، سرې غوښې او نيمه اصلاح شوي خواړه، خو دا ټول د هاضمې سيستم په کړنو منفي اغېز پرېباسي او په وينه کې د غوړو کچه لوړوي.

هغې زياته کړې ده: «وينه کې د کوليسټرولو د کچې ټيټولو لپاره اړينه ده چې غذايي نظام ته نباتي محصولات ورګډ شي، چې د ورځې له ۴۰۰ ګرامه سبزۍ او شنو پاڼو کم نه وي، دغه راز له ۱۵۰- ۲۰۰ ګرامو تازه مېوې هم وي. ځکه دا ټول داسې غذايي فايبرونه لري چې د ويلي کېدو وړ دي او کولی شي د اضافي غوړو اسيدونو مخه ونيسي.

نوموړې ډاکټرې د دې اړتيا ښودلې، چې هغه خواړه محدود شي کوم چې اشباعي غوړ لري، لکه هګۍ (د ورځې يوه هګۍ) او د ورځې په پيل کې له ۱۵- ۲۰ ګرامو پنېر.

د چرګ غوښه او ماهي په ورځينۍ توګه خوړل کېدی شي، خو پوستکي يې بايد لرې شي ځکه پوستکی خپله تاواني غوړ لري.

ډاکټره د کولسټرولو د کچې راټيټولو لپاره د هغو خوړو سپارښتنه کوي چې طولاني کاربوهايډرايټ لري، لکه کاملې غلې، د جوارو وړه او هغه مېوې چې ډېره خوږه نه لري. دغه راز غذايي نظام کې بايد بېلا بېل غير اشباعي غوړ اسيدونه او د B مجموعې وټامنونه او معدنيات وي، لکه حبوبات، هغه نباتي غوړي چې تر حرارت لاندې نه وي راغلي، د ماهي غوړ، خميره شوي لبنيات او خميره شوی کرم.

تړلي موضوعات