د انارو بې ساري روغتيايي ګټې

د انارو بې ساري روغتيايي ګټې روغتیا
انځور ډیزاین حریت راډیو

د خوړو د چارو پوهې او د غدو متخصصې (Endocrinologist) ډاکټرې اوکسانا ميخالېوا ټينګار کړی، چې انار بې ساري روغتيايي ګټې لري او د ګڼو ناروغيو پر مهال يې خوړل ګټور دي.


د ار ټي له راپور سره سم هغه وايي چې د انارو مېوه او زڼي ډېر بېولوژيکي فعال مرکبات لري، چې په اړه يې د پوهانو او څېړونکو لېوالتيا زياتوي.


نوموړې زياتوي چې «ګڼې علمي څېړنې ښيي، چې انار د اکسيډېشن، مکروبونو او سرطان ضد پياوړې ځانګړتياوې لري او داسې معلومات شته چې د زړه او د وينې د رګونو په ناروغيو، روماتېزېم، تورمونو، د خولې د خشکۍ او نورو ناروغيو کې انار ګټور دي، دغه راز د پوستکي ځينو ناروغيو ته هم ګټه رسوي.


ډاکټره اوکسانا وايي چې د انار دانې له زڼو سره خوړل کېدی شي، ځکه زڼي يې هم فايبرونه لري، چې دې سره د انار ګټې او غذايي ارزښت لا ډېرېږي. دغه فايبرونه چې ډېری وختونه يې د ډېری خلکو د خوراک سيستم نه لري؛ ګڼې فايدې لري، چې د کولمو له سرطانه ساتنه کوي، له بدنه زهرجن مواد باسي او د هاضمې سيستم ښه کوي.


د خوړو دا متخصصه ټينګار کوي، چې د انارو د دانو زڼي يوازې هغه مهال خوړل کېدی شي، چې تازه وي، ځکه وچ شوي زڼي د معدې او کولمو مخاطي غشاء زيانمنولی شي. دغه راز ټول بايد په دې وپوهېږي چې يوازې انار د هيڅ ناروغۍ درملنه نه شي کېدی، ځکه نو د روغتيايي ستونزې پر مهال بايد له متخصص ډاکټر سره سلا وشي او په خپل سر درملنه و نه شي.

تړلي موضوعات