اضافي خواړه چې ضد او مخالف چلن کموي

اضافي خواړه چې ضد او مخالف چلن کموي روغتیا
انځور ډیزاین حریت راډیو

څېړونکو په وروستيو کلونو کې د اضافي خوړو په توګه د غوړو اسیدونو کارول د بدني روغتيا لپاره خورا ګټور بللي دي او څرګنده کړې يې ده، چې دا د زړه روغتيا او د عصبي سيستم د تنظيم لپاره خورا اړين دي، په دې سربېره د التهاب ضد اغېزې لري.

تازه يوې نوې څېړنې ښودلې ده، چې ځېنې اضافي خواړه شته چې ان عقلي روغتيا ته ګټور دي. دې څېړنې څرګنده کړې، چې ضد او له ټولنې سره دښمنانه چلن هم د تغذيې د نقصان له امله کېدی شي او کوم خوراک چې موږ کوو؛ زموږ د دماغو په کيميا اغېز لري.

د پنسلوينيا پوهنتون څېړونکو پخوانيو څېړنو ته په کتو ويلي، چې اوميګا ۳ د انسان په ضديت او مخالف چلن اغېز لري. دا څرګندونې ۲۹ ازموينو ته په کتو شوي، چې ۳۹۱۸ کسانو په کې ګډون درلود.

په ټولو ازموينو کې په لږه اندازه اغېز څرګند شو، خو په لنډ مهال کې د ملاحظې وړ و؛ چې بېلا بېلو بدلونونو (لکه عمر، جنس، طبي تشخيص او د درملو اندازه او د خوړو وخت يې) ته په کتو ۲۸ سلنه ضديت او مخالف چلن کې کموالی راوستی دی.

د اعصابو يوه ډاکټر ادرين راين وويل: «زه په دې باور يم چې نور د دې وخت دی چې اوميګا ۳ د ضد او ذېل د مخنيوي لپاره وکارول شي».

څېړنه کې ترسره شوې ازموينې د ۱۹۹۶ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ شوې دي او په منځنۍ توګه يې ۱۶ اوونۍ وخت نيولی دی، چې د بېلا بېلو عمرونو خلک يې تر پوښښ لاندې نيولي وو؛ چې له ۱۶ کلنو يا له دې هم له کم عمره کوچنيانو نيولې تر ۵۰ کلنو او ۶۰ کلنو سپينږيرو پورې.

په دې سربېره د ضديت او مخالف چلن په کمولو کې له غبرګونه راولاړ ضديت هم کم شوی و او له وړاندې پلان شوی ضديت او مخالف چلن هم.

له دې څېړنې وړاندې څرګنده نه وه، چې اوميګا ۳ د ضديت او مخالف چلن د دغو ډولونو په کمولو کې هم مرسته کوي او که نه.

پوهان وايي سره له دې چې په دې برخه کې به لا ډېرو او دقيقو څېړنو ته اړتيا وي، خو دا راښيي، چې د کبانو غوړ او اوميګا ۳ د دماغو لپاره ګټور دي.

ډاکټر راين په خپلو خبرو کې ويلي: «لږ تر لږه هغه پلرونه چې د ذېلي (ضدي) بچيانو د درملنې په لټه کې دي؛ بايد په دې پوی شي، چې د بلې هر درملنې ترڅنګ د اوونۍ يو يا دوه ځل د کبانو غوښه ورکول له کوچنيانو سره په دې اړوند ډېره مرسته کوي».

دغه څېړنه په «Aggression and Violent Behavior» مجله کې خپره شوې ده.

تړلي موضوعات