موږ به د افغانستان روغتیايي سکتور د پياوړتیا او تجهیز برخو ته پام زیات کړو
د روغتیا نړېوال سازمان سیمه ییزې مشرې ډاکټر حنان بلخي د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره کتنه کې ویلي، دوی به افغانستان ته د نړېوالو روغتیاپالانو پام را وګرځوي.
اغلې بلخي دې کتنه کې ژمنه کړې، چې د افغانستان روغتیايي بنسټونو سره به له نږدې کار وکړي څو دا برخه پیاوړې، مجهزه او په ځان بسیا شي.
د بهرنیو چارو وزیر بیا تر ډېره ټېنګار د افغانستان روغتیايي سکتور د پياوړتیا، تجهیز او پر ځان بسیا کېدو کړی دی.