پنجشېر کې روغتیایي مرکز ته د ۸۰ زره ډالرو په ارزښت وسایل ورکړل شول

پنجشېر کې روغتیایي مرکز ته د ۸۰ زره ډالرو په ارزښت وسایل ورکړل شول   روغتیا
پنجشېر کې روغتیایي مرکزونو ته ورکړل شوي روغتیایي تجهیزات

عامې روغتیا وزارت په خبر پاڼه کې راغلي، د پنجشېر ولایت رخه روغتون ته د (ICRC) مؤسسې له لوري د ۸۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت طبي اوغیري طبي وسایل ورکړل شول.

 

سرچېنې د دې ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکتر حجت الله محمدي له قوله ویلي، ورکړل شویو وسایلو کې ۸۰ کیلو واټه جنراتور، ترانسفرمر، د عملیات مېز، مونیټور او نور وسایل شامل دي.

 

د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت بیا واکمنېدو سره په یاد ولایت کې ټولو سکټورونو ته د پراختیا په برخه کې لازمې هڅې شوې او ځایي خلکو ته یې د اسانتیاوو په برابرولو کې هر اړخیزه همکاري ثابته کړې.

تړلي موضوعات