ډېره مالګه خوړل د معدې په سرطان د اخته کېدو ګواښ لوړوي

ډېره مالګه خوړل د معدې په سرطان د اخته کېدو ګواښ لوړوي روغتیا
انځور ډیزاین حریت راډیو

د يوې نوې څېړنې پايلې ښايي ډېر خلک خپلو خوړو کې د مالګې ګډولو په اړه احتياط ته اړ کړي.

د ويانا پوهنتون د عامې روغتيا د مرکز غذا پوهان دې پايلې ته رسېدلي، چې کومو بريتانويانو چې په خپلو خوړو کې ډېره مالګه کارولې وه؛ ۴۱ سلنه د نورو هغو په نسبت ډېر د معدې د سرطان له ګواښ سره مخ شوي چې يا يې په منځنۍ توګه مالګه کارولې او يا لږه.


دې څېړنې د پخوانيو هغو څېړنو پايلې تاييد کړي، په کومو کې چې ويل شوي وو چې د ډېرې مالګې کارول ښايي د معدې ساتونکې طبقه له منځه يوسي، نسجونه اغېزمن کړي او د سرطان د رامنځته کېدو لامل شي.


دې پايلو ته د رسېدو لپاره د ويانا پوهنتون څېړونکو د ۱۱ کلونو موده کې د ۴۷۱۱۴۴ بالغو بريتانويانو معلومات وڅېړل.


څېړنې ومونده چې کومو خلکو ډېره مالګه خوړلې وه؛ ۴۱ سلنه د نورو هغو په نسبت ډېر د معدې د سرطان له ګواښ سره مخ شوي وو، چې يا يې په منځنۍ توګه مالګه خوړلې او يا لږه.


د بريتانيا د «ډيلي ميل» ورځپاڼې له راپور سره سم دا پايلې نورو بدلونونو ته په کتو هم ثابتې پاتې وې، لکه عمر، ټولنيز او اقتصادي حالت او د ژوند د طريقې نور بدلونونه لکه الکول څښل او سګرټ څکول.


څېړنه باندې په تبصره کې د ويانا پوهنتون د څېړونکي ټيم غړې او د خوړو متخصصې سلمی کرونسټینر جیسیویچ وويل: «زموږ څېړنه د مالګې د بيا بيا خوړو او د معدې د سرطان ترمنځ اړيکه څرګندوي. دا څیړنه به د ډېرې مالګې د مصرف د منفي اغېزو په اړه پوهاوی لوړ کړي او د معدې د سرطان د مخنیوي اقداماتو لپاره به يو اساس رامنځته کړي».

تړلي موضوعات