د اوونۍ په پای کې تمرين مو له ۲۰۰ ډېرو ناروغيو ساتي

د اوونۍ په پای کې تمرين مو له ۲۰۰ ډېرو ناروغيو ساتي روغتیا
انځور ډیزاین حریت راډیو

د انډپنډنټ له راپور سره سم پوهانو داسې طريقه موندلې ده چې پرې پابندي له ۲۰۰ له ډېرو ناروغيو سړی ساتي، چې د زړه ناروغۍ او مزاجي اختلالات هم په کې دي.

انګلستان کې په ۹۰ زرو بالغو کسانو په ترسره شوې يوه څېړنه کې موندل شوې ده چې هغه کسان چې خپل ټول تمرين د اوونۍ په پای کې کوي؛ له همغومره روغتيايي ګټو برخمن دي، له څومره چې د اوونۍ په اوږدو کې په ورځيني ډول تمرين کوونکي ترې برخمن دي.

څېړونکي ټيم څرګنده کړې ده چې يوازې د اوونۍ د پای رخصتيو کې تمرين کول له ۲۰۰ په ډېرو ناروغيو د اخته کېدو ګواښ کموي، چې د زړه ناروغۍ، مزاجي بدلونونه، د ګردو ناروغۍ او چاغښت هم په کې دي.

هغوی زياتوي چې کومې پايلې چې موږ ترلاسه کړې او په «Circulation» مجله کې خپرې شوې دي؛ ښيي چې په اوونۍ کې لږ تر لږه ۱۵۰ دقيقې نسبتا سخت تمرين د فزيکي فعاليت له مساوي نمونې تعقيبولو ډېر مهم دی.

ډاکټر شان خورشید، چې د انګلستان د میساچوسټس عموميروغتون کې د زړه د نظم د اختلالاتو مرکز ډیمولاس کې د تدريسي پلاوي غړی دی، وويل: «معلومه ده چې فزيکي فعاليت په ډېرو ناروغيو د اخته کېدو ګواښ کموي، دلته د اوونۍ په پای کې د تمرين ممکنې ګټې معلومېږي، نه يوازې د زړه او رګونو ناروغي لکه موږ چې مخکې ويل، بلکې د راتلونکي عمر ډېري ناروغۍ هم؛ د ګردو له مزمنو ناروغيو نيولې د مزاج تر اختلالاتو او له هغو هم ورهاخوا پورې.

روغتيايي پوهان د دې لپاره اوونۍ کې د ۱۵۰ دقيقو د منځنيو تمرينونو توصيه کوي، لکه چټک قدم وهل او د بايسکل سپرلي، يا د ۷۵ دقيقو سخت تمرين لکه منډه وهل او بايسکل چلول.

په عمومي توګه پوهان توصيه کوي چې د اوونۍ په اوږدو کې په ورځنۍ توګه مساوي تمرينونه وکړی شي، يا د اوونۍ په دريو او څلورو ورځو ووېشل شي، خو ډېری خلک د سختو بوختياو له امله داسې نه شي کولی.

د دې معلومولو لپاره چې د اوونۍ د پای تمرين د اووني په اوږو کې د ورځني تمرين په څېر ګټور دی؛ پوهانو د انګلستان په Biobank کې د ۸۹۵۷۳ کسانو معلومات وڅېړل، چې ټول په کې له نيم مليونو د ډېرو برتانويانو معلومات خوندي دي.

ګډونوالو د فعاليتونو د څار سامان الات واغوستل او د اوونيز فعاليت په اساس «د اوونۍ په پای رخصتۍ کې جنګېدونکي»، منظم او غير فعال ډلو ته ووېشل شول.

څېړونکی ټيم وايي چې د تمرين نه ترسره کولو په نسبت د اوونۍ په يوه يا دوو ورځو يا ټوله اوونۍ کې تمرين کولو له ۲۰۰ په ډېرو ناروغيو د اخته کېدو ګواښ کم وښود.

شننو وښوده چې کومو خلکو چې د اوونۍ په اوږدو کې په منظم ډول تمرين کړی و؛ د وينې په لوړ فشار د اخته کېدو ګواښ يې ۲۸٪ کم و، په داسې حال کې چې کومو کسانو چې يوازې د اوونۍ په پای کې فعاليت درلود؛ هغوی کې په همدې ناروغۍ د اخته کېدو ګواښ ۲۳٪ کم و.

دا راز په لومړۍ ډله کې په شکره د اخته کېدو ګواښ ۴۶ سلنه او په دويمه کې ۴۳ سلنه کم و.

تړلي موضوعات