پروان کې ۵۰۰تنه په ناپېژانده ساري ناروغۍ اخته شوي

پروان کې ۵۰۰تنه په ناپېژانده ساري ناروغۍ اخته شوي روغتیا
پروان کې په ناپېژانده ناروغۍ اخته شوي ناروغان

د پروان والي ویاند حکمت الله شمیم حریت نیوز ته ویلي، د پروان ولایت شنیوارو ولسوالۍ کفشان دره کې شاوخوا ۵۰۰تنه په یوه ناپېژانده ساري ناروغۍ اخته شوي دي.

حکمت الله شمیم زیاته کړې، دغه ناروغۍ په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده، په خبره یې، په دې ناروغۍ اخته کسان د کمزورتیا، د مفصلونو شدید درد، اسهالات او شدیده تبه لري.

نوموړي زیاته کړې، د دې ناروغۍ په پایله کې تر دې مهال دوه تنو ژوند بایللی او د ۵۰تنو نورو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی، چې هغوی د رسېدنې او لا ښې درملنې لپاره د چاریکار ښار ته انتقال شوي دي.

ویل کېږي د پروان ولایت د عامې روغتیا ریاست روغتیایي ټیمونه کفشان درې ته رسېدلي او د دې درې اوسېدونکو ته یې روغتیايي خدمات پیل کړي دي.

تړلي موضوعات