د خوږې نه خوړلو لس ګټې... وزن، تمرکز او مزاج هم په کې دي

د خوږې نه خوړلو لس ګټې... وزن، تمرکز او مزاج هم په کې دي روغتیا
انځور ډیزاین حریت راډیو

په پرله‌پسې توګه د خوږې له خوړو لاس اخيستل د عمومي روغتيا لپاره تر ټولو ګټوره پرېکړه بلل کېږي. 

د Times of India په خپاره شوي يوه راپور کې راغلي، چې د خوږې له خوړو لاس اخيستل د وزن په کمولو او د وينې د شکرې په کابو کولو کې مرسته کوي، دغه راز د ژوند د غير صحي طريقې له امله له راپيدا شويو ناروغيو بدن خوندي ساتي.

د خوږې خوړلو پرېښودل د خوراک شديد رغبت کموي او انسان په خپل مزاج او د عواطفو په کنټرول کې مثبت بدلون ويني. په اوږد مهال کې په پرله پسې توګه د خوږې خوړلو کمول ښايي د زړه په ناروغيو او په دماغي سکته د اخته کېدو ګواښ هم کم کړي. 

د خوږې له خوړو لاس اخيستل په عموم کې لاندې ګټې لري:

۱- وزن بايلل

د خوږې له خوړو لاس اخيستل ښايي په پرله پسې توګه د اضافي وزن په بايللو کې مرستندوی وي. که يو څوک په دې وتوانېږي، چې په دوامدار ډول د خوږې خوراک محدود کړي؛ هغه کولی شي چې د ټول ژوند په اوږدو کې د وزن بايللو توانايي ولري او روغتيا يې تر بل هر وخت غوره شي. له غذايي سيستم نه د خوږې پرله پسې کمول دا معنا لري چې يو څوک نور هغه خواړه و نه خوري چې د بې ګټې کالوريانو يا لږ فايبر لرونکي وي، لکه بسکټ، ډوډۍ، مکروني او نور.

۲- د ګېډې له وازدو خلاصون

د زړه د ناروغيو په يوه اروپايي مهالنۍ کې خپرې شوې يوې څېړنې ښودلې ده چې له خوږې ډک خواړه ښايي د زړه او ګېډې شاوخوا د احشايي غوړو ذخيرې زياتې کړي، چې له امله يې ښايي انسان په بېلا بېلو مزمنو ناروغيو اخته شي. خو د خوږې له خوړو له لاس اخيستو سره سم د ځيګر، زړه او پانکراس شاوخوا دغه ژورې او نه ويلې کېدونکې وازدې په کراره ويلې کېږي.

۳- د پوستکي زړښت ځنډنی کوي

له غذايي رژيمه د خوږې لرې کول د مخ د ښکلا لپاره له تمې پورته ګټې لري. څېړنې ښيي چې د خوږې خوړل کمول د انسان مخ ځوانوي او د پوستکي زړښت ځنډنی کوي. په خوږه بډای غذايي رژيم د ګلايکوسليشن AGE لپاره وروستي عناصر توليدوي چې په چټک ډول د پوستکي د زړښت لامل ګرځي.

۴- فعاليت زياتېدل

يو کوچنی بل بدلون چې انسان يې د خوږې د خوړو له کمولو يا بېخي پرېښودو وروسته احساسوي؛ د انرژۍ زياتېدل دي. هر کله چې انسان د خوږې له تکراري خوراک او تيارو شويو خوړو ځان وساتي؛ بدن کې د خوږې په اندازه کې لا ډېر توازن رامنځته کېږي، چې په پايله کې يې د ورځې له مخې مزاجي حالت ښه کېږي او د توانايۍ کچه يې ثابته پاتې کېږي، دغه راز پرې سستي لږه راځي او ذهن يې پاک وي.

۵- د انرژۍ ثابته اندازه

د لږې خوږې او لوړو فايبرونو او پروتينو لرونکی غذايي رژيم ان د سباناري له کولو وروسته د سړي ويښتيا تضمينوي، ځکه چې وينه کې د ګلوکوز کچه مناسبه وي. کوم خواړه چې د ګلوکوزو اندازه په کې کمه وي، له امله يې د انرژۍ يوه ثابته اندازه رامنځته کېږي او د ورځې په اوږدو کې د شخص مزاج ښه ساتي.

۶- لا ښه تمرکز

کله چې يو څوک د تنبلۍ احساس کم او د فعاليت احساس زيات وکړي نو د هغه تمرکز او لاسته راوړنې زياتېږي، چې په مرسته يې خپله ورځ په ښه توګه اداره کوي او له وخته اعظمي استفاده کوي.

۷- د ځيکر په غوړو د اخته کېدو ګواښ کموي

د خوږو خوړو نه خوړل ښايي د ځيګر روغتيا په لويه کچه لا پياوړې او د ځيګر په غوړو د اخته کېدو ګواښ راکم کړي. د خوږې نه خوړل د ځيګر غوړ کموي او د داخلي غړو دنده کې ښه والی راولي.

۸- د لوږې احساس کموي

له دې امله چې سړی خوږه ډېره خوري؛ وينه کې د خوږې اندازه لوړېږي. له شکرې ډک خواړه خوړل انسان ته ځکه په پرله‌پسې توګه د لوږې احساس ورکوي، چې ژر هضمېږي. څومره چې د خوړل کېدونکو کالوريانو اندازه ډېرېږي؛ هغومره وزن ډېرېږي او په غذايي رژيم کې په تکراري ډول د خوږې نه خوړو له امله د کالوريانو اندازه محدودېږي.

۹- د زړه په ناروغۍ د اخته کېدو ګواښ کموي

د خوړل کېدونکې خوږې اندازه کمول په شکره د اخته کېدو ګواښ هم کموي. د شکرې ناروغي ښايي د وينې د لوړ فشار يا د وينې د غوړو په ناروغيه د اخته کېدو ګواښ ډېر کړي، چې دې سره د زړه په ناروغۍ او په دماغي سکته د اخته کېدو وېره زياتېږي.

۱۰- طبيعت ښه کوي

په وينه کې د ګلوکوز مناسبه اندازه دا معنا ورکوي چې د ورځې په اوږدو کې د انسان عواطف او طبيعيت په غوره حالت کې دي.

تړلي موضوعات