کم خوب په راتلونکې کې کوچنيان له روږدي کېدا سره مخ کوي

کم خوب په راتلونکې کې کوچنيان له روږدي کېدا سره مخ کوي روغتیا
انځور ډیزاین حریت راډیو

يوې نوې څېړنې موندلې، چې د شپې له مخې د کوچنيانو د لږ ويدېدو او په راتلونکې کې په الکولو او نورو نشه‌یي توکو د هغوی د روږدي کېدا ترمنځ ژوره اړيکه شته.

د «فوکس نيوز» امريکايي چېنل له راپور سره سم دغه څېړنه د «پنسلوينيا» ولايت د پوهنتون څېړونکو ترسره کړې ده، چې په کې يې په ټولو متحده ايالاتو کې د ۲۰ ښارونو په ۱۵۱۴ کوچنيانو ازموينه کړې او د لويېدو په بېلا بېلو پړاوونو کې يې د هغوی د خوب اندازه او وختونه تر څار لاندې نيولي دي.

دغه کوچنيان د زلميتوب تر وخته تر څار لاندې وو او پايلو وښوده چې کوم ګډونوال چې د شپې ناوخته خپلو خوبځايونو ته تللي او د کوچنيوالي پر مهال د لږو ساعتونو لپاره ويدېدلي دي؛ ۱۵ کلنۍ ته په رسېدو ۴۵ سلنه ډېر د الکولو او ۲۶ سلنه ډېر د چرسو کارونې ته ورګرځېدلي دي.

د څېړنې يوه ګډونوال ډاکټر ډيويډ ريچنبرګر چې د پنسلوينيا ولايت د پوهنتون د «Biobehavioral Health» د څانګې څېړونکی هم دی؛ ويلي دي چې: «په عموم کې زموږ پايلې دا ښيي چې خوب په دې کې پرېکنده رول لري چې کوچنيان به زلميتوب ته د رسېدو پر مهال په الکولو او نورو نشه‌يي توکو روږدي کېږي».

هغه زياته کړې ده: «دا يقيني کول چې کوچنيان ښه او کافي خوب کوي؛ په اوږد مهال کې د هغوی روغتيا ساتي او د ژوند په راتلونکي وخت کې يې په دوی پورې ځانګړې مثبتې صحي رويې ته هڅوي».

بل پلو د «رانډ» ټولنې مشهورې ټولنپوهې او د سلوکياتو متخصصې ډاکټرې وينډي ټروکسيل ويلي چې دا څېړنه هغه دلايل نور هم زياتوي کومو چې ښودلې چې د خوب اړوند ستونزې ښايي د ژوند په راتلونکي وخت کې «له ګواښه ډکه صحي رويه» رامنځته کړي. آغلې ټروکسيل په دې څېړنه کې ګډون نه درلود.

نوموړې دې ته اشاره کړې چې د دې لامل ښايي په غبرګون او عواطفو د کنټرول په مهارتونو د کم خوبۍ منفي اغېزې وي، چې دا اغېزې ښايي د اوږدو کلونو لپاره پاتې شي.

تړلي موضوعات