هملند کې د ۴۰ بابه ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړېږي
پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې د هلمند ولایت بېلا بېلو ولسوالیو کې د ۲۰ بابه ښوونځیو لپاره د نویو او ۲۰ نورو د بیارغونې چارې پیل شوې.
د هلمند پوهنې ریاست ویلي، د دغو ودانیو له ډلې یې مرکز لښکرګاه ښار کې د دوه بابه، نوزاد او دوسنګ کلي کې د یوه یوه باب ښوونځیو بنسټ ډبرې کېښودلې.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې یادو څلور بابه ښوونځیو ۴۲میلیونه ۲۹۶زره افغانۍ لګښت راځي، چې د یوه همکار بنسټ له لوري ورکول کېږي.
د یادونې ده، چې دغو ښوونځيو کې ۶ درسي ټولګي او یوه مجهزه ادارې خونه په پام کې نیول شوي دي.