سروبې کې د اوبو تصفیه خونه پرانېستل شوه، ۱۲۰۰کورنۍ له پاکو اوبو برخمنې شوې
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی، چې کابل ولایت سروبي ولسوالۍ کې د ۵۱۸زره ډالرو په ارزښت د اوبو یوه ستره تصفیه خونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاد وزارت ویلي، دغه تصفیه خونه د یونیسف مؤسسې دفتر له لوري جوړه شوې، چې تر ۱۲۰۰زیاتو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي.
بلخوا د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمدیونس اخندزاده د دغې پروژې د پرانېستي پر مهال له یونیسف د هېواد په نورو برخو کې د ورته نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې.
ویل کیږي. چې د دې پروژې د تطبیق پرمهال لسګونو تنو ته د کارزمینه هم برابره شوې وه.