د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې لومړي لاټ کارونه ۶۵سلنه پر مخ تللي

د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې لومړي لاټ کارونه ۶۵سلنه پر مخ تللي بیارغونه او پراختیا
د خواف هرات د اوسپنې پټلې د رغونې چارې

د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معین ملا بخت الرحمن شرافت هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې لومړي لاټ له کارونو لیدنه کړې. 

د یاد وزارت ویاند محمداشرف حق شناس ویلي، ښاغلي شرافت د دې پروژې څخه د لیدنې پر مهال مسئولینو او تخنیکي ټېمونو ته لارښوونه کړې، چې پر یادې پروژې دې جدي څارنه کوي. 

د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ  څلورمې قطعې لومړی لاټ چې ۴۳کیلومټره اوږدوالی لري د ۵۷میلیونه ډالرو په ارزښت یې قرار داد شوی دی چې دا مهال یې کارونه ۶۵سلنه پرمخ تللي دي. 

د یادولو ده، چې د ټاپي پروژې له پیل سره سم د تورغونډۍ بندر د پراختیا او د ۲۲کیلومټره په اوږدوالي د تورغونډۍ – صنوبر د اوسپنې پټلۍ د جوړېدو چارې هم د ټولګټو وزارت له لوري پیل شوې.

تړلي موضوعات