پکتیا کې ۲زره کورنیو ته د پاکو رسولو شبکې جوړې شوې

پکتیا کې ۲زره کورنیو ته د پاکو رسولو شبکې جوړې شوې بیارغونه او پراختیا
پکتیا کې نوې جوړې شوې د پاکو اوبو رسولې شبکې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، پکتیا ولایت کې د څه دپاسه ۳۲میلیونه افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو ۱۰ شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. 

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې دغه شبکې د دې ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د نونیسف مؤسسې په مالي ملاتړ جوړې شوې دي. 

د پاکو اوبو رسولو دغه شبکې د یاد ولایت په زرمت، ګرده څېړۍ، سید کرم، ډنډ پټان، جاني خېلو، څمکنیو ولسوالیو او مرکز ګردېز ښار کې جوړې شوې دي، چې څه باندې ۳۲میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی. 

په دغو شبکو کې د ۳۸زره ۶۲۶متره پايپ غځول او د پاکو اوبو د لس ذخیرو جوړول شامل دي. 

د دغو شبکو په بشپړېدو سره ۲زره کورنیو پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.

تړلي موضوعات