کندهار کې له ۱۰۵ټنه زیات نشه یي توکي نیول شوي

کندهار کې له ۱۰۵ټنه زیات نشه یي توکي نیول شوي افغانستان
انځور ارشیف

د کندهار امنیه قومندانۍ خبر ورکړی، چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري تېرو شپږ میاشتو کې د نشه یي توکو پر وړاندې ۱۳۳۷ عملیات ترسره شوي. 

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ د معلوماتو له مخې دې موده کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو ۱۰۵ټنه او ۳۴۸ کیلو بېلابېل ډوله نشه یي توکي نیولي دي. 

د دغو نشه یي توکو په تړاو ۲۵۶ تورن کسان نیول شوي هم دي.

همداراز دې موده کې د یادو عملیاتو په ترڅ کې ۱۰۲۷ جریبه ځمکه هم د کوکنارو له کښت پاکه شوې او د نشه یي توکو د تولید ۱۵ کارخونې هم له منځه وړل شوې دي. 

د دې ترڅنګ د تېرو شپږو میاشتو په موده کې ۱۶۹۷په نشو روږدي تداوي شوي او ۱۵۲۵نور تر درملنې لاندې دي او ۱۹۷۶ بیا تازه راټول شوي دي.

تړلي موضوعات