اقليمي بدلون... ککړه هوا مو څه ډول په چوپتيا وژني؟
ککړه هوا هغه خاموش وژونکی دی چې په لارو خپور دی، نه يې څوک نيولی شي او نه ترې څوک چېرته ځان پټولی شي.
د قربانيانو شمېر يې هر کال څلور مليونو تنو ته رسېږي، د نړۍ ۹۹ سلنه خلک ترې اغېزمن دي او په يوه نړيواله روغتيايي غمېزه بدله شوې ده.
هوا ککړوونکي توکي تر ډېرو لرو واټنونو تلی او هغه سيمې تر خپل پوښښ لاندې راوستی شي چې له اصل سرچينې ډېرې لرې دي.
فردي مبارزه ورسره کوم ځانګړی تاثير نه لري او بايد د حکومتونو او لويو موسسو له لوري يې د مخنيوي هڅې وشي.
د ملګرو ملتونو عمومي شورا په ۲۰۲۰ز کال کې د سپتمبر اوومه نېټه هر کال «د شنه اسمان لپاره د هوا د پاکوالي نړيواله ورځ» اعلان کړه؛ څو په دې اړوند د نړيوالو د مبارزې مشري وکړي.
لاندې د دې ستونزې د کچې اړوند او دا چې پوهان يې د مخنيوي لپاره څه وايي؛ غږېږو.
ستونزه څومره ده؟
چاپېريال لپاره د ملګرو ملتونو پروګرام (UNEP) په دې نظر دی چې «د هوا ککړتيا د نړيوالې عمومي روغتيا لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی»، داسې چې د نړۍ په لر او بر کې د نږدې اوو مليونو د مرګ لامل ګرځي، زيان يې يوازې همدومره هم نه دی، بلکې له امله يې نور داسې تاوانونه هم رامنځته کېږي چې قيمت يې ۸.۱ تريليون ډالرو ته رسېږي، دا د نړۍ د ناخالصو کورنيو توليداتو له ۶.۱ سلنې سره برابر دی.
د يونيپ له راپور سره سم سره له دې چې ککړه هوا يوه نړيواله ستونزه ده، خو اغېز يې سره په توپير کې دي، د بېلګې په ډول په هغو خلکو يې اغېز ډېر زيات دی چې په مخ په وده هېوادونو کې اوسېږي، په ځانګړي ډول په کمزورو طبقو باندې؛ لکه مېرمنې، کوچنيان او بوډاګان.
حکومتونه له کومو ننګونو سره مخ دي؟
د يونيپ (UNEP) د اقليم او د پاکې هوا د ايتلاف د دارالانشا د رييسې مارتينا اوټو له وينا سره سم د هوا د ککړتيا سرچينې ډېرې زياتې دي؛ که څه هم چې ځينې يې طبيعي او نورې د انسان له لاسه دي او همدا ده چې کابو کول يې خورا ستونزمن دي.
د نړۍ ډېری هېوادونه د هوا د پاکۍ د څارنې لپاره لازمو زېربناوو ته اړ دي، خو رامنځته کول او ساتل يې لوړ لګښتونه غواړي.
مارتينا په دې باور ده چې «دا چاره د حکومتونو د لارښوونې لپاره اساسي بدلون ته اړتيا لري، څو پاکې هوا ته د داسې يوه اصل په سترګه وکتل شي چې په پانګونه ارزي».
په دې سربېره د نظم راوستونکو قوانينو فعاليت توپير کوي، ځينې هېوادونه بېخي په دې اړوند يا قوانين نه لري او يا د دې قوانينو د پلي کولو سامان آلات، په داسې حال کې چې سياسي اراده او تمويل په دې برخه کې ستر خنډونه دي.
د هوا د ککړېدا لاملونه کوم دي؟
د روغتيا د نړيوال سازمان له وينا سره سم ککړه هوا په ګازاتو برسېره د جامدو ذراتو او مايعو څاڅکو ګډوله ده. د هوا د ککړتيا درجه د ذروي موادو حجم ته په کتو پېژندل کېږي، هغه ذرې چې قطر يې ۲.۵ مايکرومتر ته نږدې يا له دې هم کم وي؛ بشري روغتيا ته تر ټولو ستر ګواښ بلل کېږي، ځکه د دې کوچنيو اجزاو د حجم کموالی په دې معنا دی چې آن تر وينې رسېدی او په زړه، دماغو او نورو غړو کې راټولېدی شي.
د انساني ويښتو منځنی قطر تر ۷۰ مايکرومترو رسېږي، داسې نو د دې ذراتو اندازه د انسان د ويښتو د اندازې يو په دېرشمه برخه جوړوي او دغه کوچنۍ ذرې د تورکو، خاورين ګرد او سلفيټس په څېر بېلا بېل شيان لېږدوي.
د چلونې او ګرمونې سيستمونه، له فوسيل سونګ توکو د برېښنا توليد، د لېږد وسايل او له استوګنې راپيدا ککړتيا د دې کوچنيو ذرو اصلي سرچينې دي.
بيدياو ته څېرمه سيمو کې هغه ګردونه چې باد له ځان سره اخيستي وي؛ د هوا د ککړتيا اساسي سرچينه بلل کېږي. په افريقا، لويديځه اسيا او اروپا کې هوايي ګردونه د هوا د ککړتيا ستره سرچينه بلل کېږي، په شمالي امريکا کې د لېږد وسايل، په لاتيني امريکا کې کارخونې او په اسيا او ارام سمندرګي سيمو کې له استوګنې راپيدا ککړتيا د هوا د ککړتيا لويې سرچينې بلل کېږي.
ککړه هوا په روغتيا څه ډول اغېز کوي؟
د انسان بدن ته د دغو خورا کوچنيو ذرو ننوتل ښايي د بدن د غړو په فعاليت منفي اغېز وکړي. د ۲۰۱۹ز کال شمېرو وښوده چې د هوا ککړتيا څه ډول د شپږو سترو رغتيا ضد شيانو په کتار کې راغله او له امله يې خلک مړه شول. د بېلګې په توګه ۱۷ سلنه مړينې د دماغي سکتې په پايله کې رامنځته شوي او د ملګرو ملتونو له اندازه ګيرۍ سره سم د دې لامل دا دی چې يادې کوچنۍ ذرې د هوا له لارې د انسان بدن ته ننوتې دي.
داسې ګومان کېږي چې دغو کوچنيو ذرو نه د اوږد مهال لپاره اغېزمن کېدل له دې توپير کوي چې انسان د لنډ مهال لپاره ترې اغېزمن شي؛ په لنډ مهال کې يوازې هغه ناروغۍ نورې هم زياتېږي چې وار له مخه بدن پرې اخته دی، خو په اوږد مهال کې دا کوچنۍ ذرې په خپله نوې ناروغۍ رامنځته کوي او په دې سربېره په اوږد مهال کې د بدن د له منځه تلو لامل هم کېږي.
کوم پرمختګ شوی دی؟
د مارتينا اوټو له وينا سره سم په اروپا، متحده ايالاتو، کانډا او جاپان کې حکومتونو د هوا د ککړتيا د مخنيوي په پار فعال تدابير پلي کړي دي او مکسيکو د هغو ښارونو بېلګه ښودی شي چې د نيولو تدابيرو په مټ يې د هوا د ککړتيا کچه ډېره راکمه شوې ده.
خو ځينې سيمې لکه جنوبي اسيا، جنوب شرقي اسيا، او شرقي اسيا چې چين هم په کې دی، اوقيانوس سيمه، منځنۍ او شرقي اروپا او منځنۍ اسيا هغه سيمې دي چې د مارتينا اوټو په وينا په تېرو دوو لسيزو کې يې دغو ذرو نه د اوسېدونکو اغېزمن کېدل کم شوي دي.
په ۲۰۲۰ز کې فنلينډ هغه هېواد و چې اوسېدونکي يې تر ټولو کم له دې ذرو کړېدلي وو، چې د پوهانو په اند دا د دې دليل دی چې په دې اړه شوې هڅې کېدی شي چې ډېرې غوره پايلې ولري.