د ادرک یا زنجبیل روغتیايي ګټې!

د ادرک یا زنجبیل روغتیايي ګټې! روغتیا
انځور ډیزاین حریت راډیو

که غواړئ په وجود کې مو خراب کولیسټرول ختم شي، نو تر یوې میاشتې ادرک وخورئ. 

د نویو طبي څېړنو له مخې ادرک په وجود کې د سوزش ضد ناروغیو لپاره ښه درملنه ده او دا په چټکتیا کولی شي تاسې له یادې ستونزې وژغوري. 

د زړه بدوالي لپاره هم ښه نسخه ده، په تېره د هغو میندو لپاره چې حامله وي. 

د عضلاتو درد کموي او روزانه خوراک یې ستاسې د کولمو حرکت سره مرسته کوي او په قبض اخته کسان له یادې ناروغۍ ژغورلی شي. 

په ټوله کې د طبي ماهرینو سپارښتنه داده چې ادرک د خپلې غذا برخه وګرځوئ او د دې طبي بوټي یا سبزۍ له ګټو برخمن شئ.

تړلي موضوعات