غزني کې د ۴۵میلیونه افغانیو په ارزښت تاریخ تېره توکي وسوځول شول

غزني کې د ۴۵میلیونه افغانیو په ارزښت تاریخ تېره توکي وسوځول شول روغتیا
غزني کې راټول شوي تاریخ تېره توکي

د عامې روعتیا وزارت خبر ورکړی، چې غزني ولایت مرکز کې په تېرو ۴۵ ورځو کې د څارنې په پایله کې راټول شوي ۱۵۰۰قلمه تاریخ تېره درمل، خوراکي توکي او د ارایش لوزام چې وزن یې۵۲ ټنو ته رسیږي له منځه یووړل شول. 

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې دغه اندازه توکي، چې د روغتیایي قوانینو د څارنې ټيم له لوري راټول شوي و ټولیز ارزښت یې ۴۵میلیونه افغانیو ته رسېږي.

تړلي موضوعات