د پياوړي زړه لپاره د اوونۍ په پای کې اوږد او ژور خوب وکړئ

د پياوړي زړه لپاره د اوونۍ په پای کې اوږد او ژور خوب وکړئ روغتیا
انځور ډیزاین حریت راډیو

د اوونۍ د پای رخصتۍ کې ډېری خلک کوښښ کوي چې خپل خوب پوره کړي.


د زړه د ناروغيو چينايي ډاکټرانو په يوه نوې څېړنه کې موندلې ده چې د اوونۍ په اوږدو کې رامنځته شوې بې خوبي که د اوونۍ په پای کې په يوه اوږد او ژور خوب پوره شي؛ د زړه او د وينې د رګونو په روغتيا غوره اغېز لري.


د زړه د ناروغيو لپاره د اروپايي ټولنې دفتر د يادو ډاکټرانو له خولې ليکلي، چې دې سره د زړه د ګواښونکې درېدا له ۱۹ – ۲۰ سلنې پورې مخنيوی کېږي.


پيکنګ کې د زړه د ناروغيو ملي مرکز يوې څېړونکې لين تشانګيو ټينګار کړی چې د اوونۍ په اوږدو کې راپيدا شوې بې خوبي د اوونۍ په پای کې په يوه اوږد او ژور خوب پوره کول د زړه د ناروغيو ګواښ کموي.


هغې زياته کړې ده چې د دغه ژور خوب او د زړه د رغېدا ترمنځ اړيکه په روښانه توګه د څېړنې په هغو ګډونوالو کې څرګنده شوه، چې په پرله‌پسې توګه د اوونۍ په اوږدو کې له بې خوبۍ کړېږي.


په دې څېړنه کې په نږدې ۹۰۰۰ ګډونوالو ازموينه وشوه او پايلې يې ډاکټرانو د خوب د اغېزو معلومولو لپاره وکارولې، دغه راز يې د اوونۍ په اوږدو او د اوونۍ په پای کې د خوب ډولونه هم په پام کې ونيول او دا يې ومونده چې دا په اوږد مهال کې څه ډول د زړه په چلن او د وينې په رګونو اغېز کوي.


د څېړنو پايلو وښوده چې په دهلېزي فيبريلاسيون (Atrial fibrillation)، دماغي سکتې، زړه درېدا او د کرونري شريان په ناروغۍ د اخته کېدو شونتيا په شديد ډول د وخت د هغې اندازې تر اغېز لاندې راغله چې ګډونوالو د اوونۍ په پای کې په اضافي خوب کې تېره کړې وه.


په منځنۍ توګه د زړه او د وينې د رګونو په ناروغيو د اخته کېدو ګواښ له ۱۹- ۲۰ سلنې پورې کم شو، خو په هغو وګړو کې چې په پرله‌پسې توګه له بې خوبۍ کړېږي، په ځينو حالاتو کې دغه ګټور اغېز تر ۳۰ سلنې رسېدلی و.


د يادو ډاکټرانو له وينا سره سم خوب انساني بدن سره مرسته کوي چې د ورځې په اوږدو کې لا ډېر فعال وي. دغه راز د بدن د دفاعي سيستم د پياوړي کولو له لارې د مرضونو په وړاندې مقاومت زياتوي، د وينې د لوړ فشار او د زړه د حملو مخه نيسي او وينه کې د شکرې د توازن ساتلو له لارې د شکرې په دويم ډول د اخته کېدو ګواښ کموي.

تړلي موضوعات