د اسلامي شریعت نفاذ لپاره بې سارې قربانۍ ورکړل شوې؛ موږ د شهیدانو ارمانونو ته ژمن یوو

د اسلامي شریعت نفاذ لپاره بې سارې قربانۍ ورکړل شوې؛ موږ د شهیدانو ارمانونو ته ژمن یوو اسلام او کلتور
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د قوانینو په اړه د یوناما او ځینو نورو جهتونو د اندېښنو په اړه غبرګون کې ویلي، اسلامي امارت په اسلامي شریعت د یوناما او ځینو نورو اړخونو اعتراض ګستاخي بولي.

مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، د شریعت د نفاذ لپاره یې بې سارې قربانۍ ورکړې او په دې برخه کې د خپل مجاهد ملت او شهیدانو سپېڅلو ارمانونو ته ژمن دي.

ښاغلي مجاهد ویلي، مسلمانان دې په دغو اسلامي قوانینو چې د شریعت احکام دې ځانونه پوه او له خپلو علماوو دې پوښتنه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان اسلامي هېواد دی او په اسلامي ټولنه کې اسلامي قوانین د اجرا وړ دي.

مجاهد له امربالمعروف وزارت څخه دې قانون په ښه ډول د عملي کولو غوښتنه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د اسلامي قوانینو په تطبیق کې دې هیڅوک هم اندېښنه نه لري او د هیچا لپاره هم محدودیت نه دي، نه د چا په حق کې تېری او نه په چا ظلم کېږي.

د یادونې ده، چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وروستیو قوانینو ته یوناما او ځینو نورو کفري جهتونو اندېښې ښودلې، خو اسلامي امارت یادې اندېښې په کلکه رد کړې او دوی یې متوجه کړي، چې افغانستان اسلامي هېواد کې د اسلامي شریعت په تطبیق نیوکې پرېږدي او دا کار بې اغېزې دی.

تړلي موضوعات