لیکوال او څېړونکی همېش خلیل پېښور کې خاورو ته وسپارل شو
د پښتو ژبې نوموتی لیکوال، شاعر، څېړونکی، کیسه لیکوال او تاریخپوه همېش خلیل تېره ورځ د پېښور په غریب اباد سیمه کې خاورو ته وسپارل شو.
د شاعر خلیل د نېکونو ټاټوبی د ننګرهار مومندو مېرزاخېلو کلی دی؛ خو نوموړی په ۱۹۳۰ کال د اپرېل پر ۱۱مه د پېښور په برتاکال سیمه کې نړۍ ته سترګې غړولې وې.
همېش خلیل د ګڼو کتابونو، څېړنو او شعري ټولګو شاعر او لیکوال و، چې د ده مینوالو او ادب برخې لارویانو د نوموړي پر مړېنه خواشیني ښودلې.
خلیل د ۹۴ کلونو په عمر وفات شو، خو لسګونه اثار، څېړنې، کیسې، شعري ټولګې یې خپلو لوستونکو ته پرېښودې.
همېش خلیل مشهور کتابونه د حضرت عثمان ذوالنورين رض، د غره ګلونه، خمخانه یثرب، د فکرونو ډیوې، فراق نامه، بازنامه، خاپونه او خیالونه، لوبې، د قلم خاوندان، حقیقت دا دی، د نېکۍ بدله، خدای روزي رسان دی، ورکه خزانه، طب نامه او قصه شاه و ګدا څخه عبارت دي.
د یادونې وړ ده، چې نوموړي ته د ډېر ادبي چوپړ له کبله د ادب پوهانو لخوا د ګرځنده اکاډمي نوم ورکړل شوی و.