ځوان استعداد چې ۸۵ ورځو کې یې ټول قرانکریم حفظ کړ!

ځوان استعداد چې ۸۵ ورځو کې یې ټول قرانکریم حفظ کړ! اسلام او کلتور
کابل کې هغه ځوان چې ۸۵ ورځو کې یې قرانکریم حفظ کړی

دا ځوان حافظ د کابل شکر درې ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې د «جامعه فتح العلوم کابل» دیني مدرسه کې یې ټول قرانکریم په ۸۵ ورځو کې حفظ کړی.

 

د کابل ولایت مقام ویلي، د دې لوړ استعداد څښتن حافظ عبدالحق نومېږي چې د دیني زده کړو تر څنګ عصري زده کړې هم کوي او د لسم ټولګي زده کونکی دی.

 

د کابل والي الحاج ملا امین الله عبید تېره ورځ د حافظ عبدالحق لپاره ستاینغونډه جوړه کړې وه چې د دیني علماوو سربېره پکې د هغه د کورنۍ غړو هم ګډون کړی وو.

 

 کابل والي له قاري عبدالحق غوښتي چې د قرآنکریم په زده کړه کې دې له نورو ماشومانو سره مرسته وکړي.

 

ولایت مقام دغه ځوان قاري ته د هر ډول امکاناتو برابرولو ډاډ ورکړی او هغه ته یې د لا زیاتو علومو د حاصلولو سپارښته کړې.

تړلي موضوعات